به ویبسایت افغان تیزیس خوش آمدید/ د افغان تیزیس ویبسایټ ته ښه لاغلاست

عرفانی ادبیات

سال

: 2020.11.07

ګروه ها

: ادبیات پښتو

قیمت

: 1000

تعداد صفات

: 75

کد فایل

: 568

مقطع

: لیسانس

 سریزه: د عرفان کلمه او مفهوم د بشر د پيدايښت سره يو ځاى د انسان په ذهن کې دانسانيت او حقيقت پلټنې په مفهوم ښه کلک ځاى نيولى دى. او تر اوسه پورې د بشريت د اروا روزنې په موخه خپله دنده تر سره کوي؛ زمونږ ددې رسالې(مونوګراف) موضوع هم عرفان دى، چې د څېړنې او پلټنې په ترڅ کې به په دې وپوهيږو ، چې عرفان د خلکو په ذهنيتونو ، اسماني متونو کې او د ادب په چوپړ کې له کومه او تر کومې ځلېدلى او ځلېږي، خو زمونږ د څېړنې هدف دلته د عرفان څخه دادى، چې عرفان په ادب کې وڅېړو او د عرفاني ادب د پېژندنې په موخه هغه د ادبياتو په تاريخي او تدريجي پېرونو کې وپلټو؛نو لکه څنګه چې عرفاني ادبيات د مذهبي ټولنو محصول او فکري پوهه ده، عرفاني ادب د ټولې نړۍ والو له پاره د منلو قابليت لري، ځکه چې، د نړۍ هر بريد له مذهبه خالي نه دى؛ په دې ليکنه کې عرفان د تعريف اشتقاق او د لغت له مخې او د يو مستقلې مذهبي پوهې په بڼه او مفهوم پېژندل کيږي، چې په قران، حديث او د عالمانو په نظرونو کې يې څرک لټوو، ورپسې دا کلمه له دې قراره تر بحث لاندې نيسو، چې څنګه د تاريخ له عرف نه د ادب قالب ته ورولوېده او ولې ورولوېد؛دا او دې ته ورته پوښتنو له پاره مدلل او مستدل ځوابونه راغلي؛له دې سربېره عرفاني ادبيات د تاريخ له حيثه په لنډ ډول څېړل شوي او په همدې ډول پرله پسې د عرفاني پوهي ځانګړنې د ښوونې مېتود، مکتب او لارښوونې، نومونې (اصطلاحات) ، کنايي او استعارې ددې علم د قرينو پر بنسټ څېړل شوي او تر کره کتنې راغلي، چې په راوروسته توګه د پښتو پر ادب يې اغېزه او د عرفاني کنايو تعبير او تفسيرمې د پښتو ادبياتو په هنداره کې پلټلي او منعکس کړي دي. تر خپلې وسې مې زيار ويستلى، چې په دې هکله هره وينا مستدلـله راوړم او هرې خبرې ته دليل او ماخذ ولرم، چې تر څو په دې هکله –چې د عرفان په مورد زښت  مذهبي اختلافات شته -پوره تحقيق وشي او د لوستونکو ذهنيت ته مثبت قضاوت وروبښي او د بوسو لاندې اوبه تېرې نه شي. په اخره کې له خپل قدرمن او لارښود استاد پوهنيار فضل ولي ((ناګار)) څخه د زړه له تله مننه کوم، چې ددې ليکنې لپاره چې مخکې پرې چا څه نه وو ليکلې ماته، يې د ليکلو لارښوونه وکړه او د ليکنې د موضوعاتو د ټاکلو په موخه يې له ماسره خپله علمي مرسته بدرګه کړې ده.  بيا هم يادونه کوم چې دا ليکنه په هيڅ ډول د عرفاني ادبياتو د پوره پېژندنې قابليت او وړتيا نه لري؛ عرفان داسې علم دى چې پر هغې خبرې کول زمونږ له وسې وتى کار دى ،ځکه چې له  پنځلسو پېړيو را پدې خوا يې د اسلامي ادبي دايرة المعارف په توګه د څېړنې او تحقيق ټول کږ لېچونه زغملي خو بيا يې هم د پوره تحقيق تنده نه ده ماته شوې. 

.

 فهرست

سریزه    1

عرفاني ادبيات   1

عرفان   2

عرفان په لغت کې          2

د عرفان اصطلاحي معنا  2

عرفان او اسلام   3

الف      4

ب:.      4

ج:.       4

عرفان او تصوف  5

د تصوف اشتقاقى معنا   5

د تصوف اصطلاحي معنا 6

صوفي   7

تصوف په قرآني آيتونو کې 9

تصوف او عرفان په احاديثو کې    11

د تصوف په اړه د عالمانو نظريات  15

معاصر علماء      17

تصوف د تاريخ په پاڼو کې           18

لومړني صوفيان  21

ددريمې پېړۍ عارفان     23

څلورمه پېړۍ     24

پنځمه هجري پېړۍ       24

شيخ ابوالحسن خرقاني   25

ابوسعيد ابوالخير 25

ابولحسن على بن عثمان هجويري 25

خواجه عبدالله انصاري   25

اما م محمد غزالي          26

شپږمه هجري پېړۍ        26

شيخ فريد الدين(رح) ((عطار))    27

اومه هجري پېړۍ           27

شېخ محى الدين(رح) ((عربي((طايي)) اندلسي    27

مولانا جلال الدين بلخي رومي    28

اتمه هجري پېړۍ           29

خواجه حافظ ((شيرازي))           29

شېخ محمود شبستري    30

عبدالکريم(رح) ((جيلي))           30

دتصوف څرک په منظوم ادب کې 31

عبدالرحمن بابا بيا دا مسله داسې بيانوي 35

د عرفاني ادبياتو اهميت  35

تصوفى مکتبونه  37

په تصوف او عرفاني ادبياتو کې د شريعت ، طريقت او حقيقت مسئله 38

دعارفانو منازل او مقامات 41

په پښتو ادب کې عرفاني نمونې ، لورې او تعبيرونه 43

وجود او شهود    43

بــيا خــو دا چــې د اوبــو پــه سـر حبــاب يم.       46

٢- وحدة الشهود (شهودي توحيد 47

د تصوف څرک په افغانستان کې: 61

په پښتو ادب کې د خداى پالنې احساسات او عرفاني انګېزې         64

اسلامي تصوف او فلسفه :            72

پايله :    75

1.         ماخذونه 75

ماخذ او منابع

1.                        الفت ګل پاچا د ټولنې په جوړښت کې د اسلام نقش، دنش خپرندويه ټولنه  ،پېښور(١٣٨٤ هـ.ش کال) .

2.                        الفت ګل پاچا منظوم کليات، دانش خپرندويه ټولنه پېښور (١٣٨٥هـ.ش کال)

3.                        الف ثاني، امام احمد رباني، مکتوبات لومړى ټوک.

4.                        اريانا دايرة المعارف((دري)) پښتو ټولنه (١٣٤٣هـ.ش ) کال .

5.                        اريانا دايرة المعارف ،پښتو ټولنه .(١٣٤٣ هـ.ش ،کال).

6.                        اريانا دايرة المعارف ((پښتو )) دويم ټوک، دايرة المعارف ټولنه.   (١٣٣٠ ل، کال).

7.                        دهخدا ، علي اکبر، لغتنامه د هخدا، طبع: تهران ايران جلد دهم.

8.                        دلسوز يوسف علي رحمان پوهنه ، دويم ټوک ، رحمن ادبي جرګه پېښور  (٢٠٠٥) م  کال  د دولت لواڼي ديوان . کابل چاپ (.  )

9.                        حارث استاد اسدالله ، بلخ پوهنتون علمي مجله اولسم کال ، ميزان او قوس ٣٨٤ ل .کال درېمه ګڼه .

10.                    حقاني . ګل رحمان، معراج التصوف. مکتبه فاروقيه پېښور کال(.)

11.                    حبيبي عبدالحى . د پښتو ادبياتو تاريخ لومړى او دويم ټوک دانش خپرندويه ټولنه (١٣٨٤  کال)

12.                    طاهر ثريا، ادبيات دري نشرات تربيه معلم (١٣٦١ ،ل. کال ).

13.                    يقين غلام حيدر، تاريخ ادبيات دري. نشرات تربيه معلم (١٣٦١ ل. کال.

14.                    کاموال قاضي سيد فضل غني، تصوف او اسلام، طبع  پېښور (١٣٧٨ل.کال)

15.                    کاکا خېل سيد تسنيم الحق ، رڼا مجله لومړى کال لومړۍ ګڼه (١٣٨٥ ل. کال) .

16.                    مطهري داکتر مرتضى، اشنايي با علوم اسلامي،کلام و عرفان، انتشارات صدرا ايران . کال (.).

17.                    مولانا محمد زکريا، د شريعت او طريقت تلازم، ژباړونکى عبدالمالک، مکتبه رحمانيه پېښور  (٢٠٠٠) کال

18.                    مفتي رشيد احمد احسن الفتاوى (کتاب السلوک) M.H کراچۍ (١٤١١) هـ.ق.کال ) .

19.                    مولانا محمد زکريا اکبر کا سلوک اور احسان ((اردو)) اداره اسلاميه لاهور (٢٠٠٠م .کال).

20.                    مودودي ابوالاعلى،د اسلام اساسي ښوونې ژباړونکى:محمد شريف رحماني، کال (.).

21.                    مبلغ اسماعيل ،جامي و ابن عربي(فارسي) وزارت مطبوعات کابل  (١٣٤٣ ل. کال).

22.                    مودودي ابوعلي، تصوف اور تعمير سيرت: Islamic Publication Lahor(١٣٦١ ل.کال).

23.                    مشواڼى عبدالقيوم زاهد، د خوشال بابا کليات دانش څپرندويه ټولنه پېښور (١٣٨٤ل. کال).

24.                    مسعود سيف الرحمن، روښاني انقلاب، يونيورسټي بک ايجنسي پېښور(١٣٧٧ ل. کال)

25.                    منصور ډاکټر احمد، اقبال شناسي((اردو))، اکيډمي ادبيات اسلام اباد(٢٠٠٢ ل. کال).

26.                    مولوي عبدالقادر، د بايزيد روښان خيرالبيان، پښتو اکيډمي پېښور ، (١٩٧٥ کال) .

27.                    نفيسي داکتر على ناظم، الاطباء (فارسي) کتابفروشي خيام تهران کال (.)

28.                    ناګار فضل ولي، عرفاني ادبياتو لکچر نوټ ادبياتو پوهنځى . ننګرهار پوهنتون .

29.                    نسفي عزيزالدين ، انسان الکامل، طبع طهوري ايران (١٣٦٢ل. کال) .

30.                    ندوي سيد ابوالحسن د امام رباني ژوند خدمتونه او لارښوونې، ژپاړونکى محمد وزير((حامد)) نفيس خپرندويه ټولنه پېښور اکوړه(١٣٨٣ ل. کال) .

31.                    نياز پروفيسور جهانزيب، د عبدالقادر خټک دېوان پښتو اکېډمي  پېښور پوهنتون (٢٠٠٢ ل. کال) .

32.                    سايس نجيب الله ، ثقافت افغانستان-بخش سوم ، د ښوونې او روزنې  انستتيوت کابل ١٣٦٦ ل. کال)

33.                    سعيدي ٫٫داکتر ګل بابا،،فرهنګ اصطلاحات عرفاني ابن عربي (فارسي)  تهران (١٣٨٤ ل. کال).

34.                    سيد بهادر شاه سوانح پير بابا (اردو) پېښور کال(.) .

35.                    عميد حسن ، فرهنګ حسن عميد، مؤسسه انتشارات امير کبير تهران  (١٣٥٨ل. کال) .

36.                    قاري علامه علي، مرقات، شرح مشکوة لومړى ټوک . کال (.)

37.                    روهي محمد صديق ادبي څېړنې . ننګرهار پوهنتون (١٣٦١ل. کال) .

38.                    رسا سيد رسول. ارمغان خوشال سريزه، يونيورسټي بک ايجنسي پېښور (٢٠٠٠ ل . کال) .

39.                    شينوارى امير حمزه شينوارى تجليات محمديه ((اردو )) ژپاړونکى سيد طاهر بخاري يونيورسټي بک ايجنسي (١٩٩٨ل.کال) .

40.                    شينوارى امير حمزه، د خوشال يو شعر جدون مطبع، پېښور (٢٠٠٢ م . کال).

41.                    شينوارى امير حمزه ، غزونې جدون مطبع، پېښور (١٩٩٤ م. کال).

42.                    شينوارى امير حمزه، سپرلى په اينه کې ((منظومه ټولګه (١٩٨٦ م.کال)

43.                    شينوارى امير حمزه، انساني انا او پوهه ((منثوره  ټولګه (٢٠٠٤ م. کال) .

44.                    شينوارى امير حمزه، بهير، جدون مطبع پېښور (١٩٨٩ م.کال).

45.                    تهانوي اشرف علي، تعليم الدين ((اردو)) مکتبه رحمانيه کال(.)

46.                    ترخوى شيرشاه، رحمن پوهنه مياشتنۍ، ښکلا، پېښور (٢٠٠٠ م کال).

47.                    خليل حنيف د عبدالرحمن بابا کليات دانش کتابتون پېښور(١٣٨٤ ل. کال) .

48.                    خټک فضل مير، فضليات ، ادبي اصطلاحات پښتو اکيډمي  (١٩٩٩ م   کال).

49.                    خليل هميش، ورکه خزانه پېښور اکيډمي (١٩٩٩ م. کال) .

50.                    ګنګوهي رشيداحمد،فتاوه رشيديه،اسلامي کتابتون پېښور (١٩٦٧ م. کال)

51.                    غزالي امام محمد طوسي ،کيمياى سعادت لومړى ټوک د علمي او فرهنګي خپرونو څانګه ايران (١٣٧٤ ل. کال) .

52.                    غمجن نور محمد د روښاني دورې منظوم متون کابل پوهنتون  (١٣٥٧ ل. کال).

53.                    ژوبل محمد حيدر، تاريخ ادبيات افغانستان ميوند کتابتون (١٣٨٢ل. کال)

 

 

 

جهت تماس به شماره های ذیر در تماس شوید

+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059